تازه خبرونه

په پکتیکا کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۵۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې ډېري قربانیان ماشومان او ښځې دي.

Published

on

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستانيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۴۶  کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې ډېري قربانیان ماشومان او ښځې دي.

پاکستان د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي دا وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تېري بولي؛ په کلکه یې غندي او ټینګار کوي، چې بې ځوابه به یې پرې نه‌ ږدي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني لوري باید پوه شي، چې دا ډول خپلسرې کړنې د ستونزې د حل لار نده.

پاکستاني لوری ادعا کوي، چې پاکستاني طالبان يې پر نښه کړي؛ خو اسلامي امارت وايي؛ ملکي وګړي دي، چې زياتره يې وزيرستاني کډوال دي.

ملي دفاع وزارت له خپلې خاورې دفاع خپل حق ګڼي. د هېواد اوسېدونکي هم وايي، چې د پاکستان د بریدونو ځواب باید ورکړ شي.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سفر کړی او له افغان چارواکو سره یې د سیاسي او امنیتي مسایلو پر سر خبرې کړي دي.

Trending

Exit mobile version