تازه خبرونه

په پکتیکا کې ځانمرگي ۵۵ تنه وژلي او ۸۲ ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

تېره ورځ د پکتیکا ولایت د یحی خېلو په ولسوالۍ کې د ولیبال د لوبو د مراسمو د تر سره کیدو په میدان کې یو ځانمرگی برید شوی، چې څه نا څه ۵۵ تنه یې وژلي او ۸۲ نور ټپیان شوي.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان یاده پېښه تائید کړې؛ خو تر اوسه د پېښې په اړه ډېر څه نه وايي.
عینې شاهدان له آریانا نیوز سره په خبرو کې وایي، د چاودنې موخه ښايي سیمه ییز پولیس وي، چې د لوبو د لیدنې له پاره دې سیمې ته راغلي وه.
عینې شاهدانو دا هم ویلي، چې ځانمرگی بریدگر چاودیدونکي توکي په موترسایکل کې ځای په ځای کړي وه، چې په چټکۍ د لوبو ځای ته راغی او چاودنه رامنځته شوه.
په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو په ولسوالۍ کې دغه تروریستي برید په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې یې ده، چې د بی گناه ملکي وگړیو دا ډول وحشیانه او بی رحمانه وژنه په هیڅ ډول توجیه کیداي نشي او دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل د کرکې وړ دی.
ښاغلي غني دا کرکجن عمل د افغانستان د دښمنانو کار وباله او د پکتیکا ولایت سرپرست محب الله صمیم ته یی د تیلیفون له لارې لارښوونه وکړه، چی د دی پېښې د عاملینو په نیولو کی ژر تر ژره لاس په کار شي.

Trending

Exit mobile version