تازه خبرونه

په پکتیکا کې ۱۶ ټنه چاودیدونکي توکي نیول شوي او۴۴ ترهگر وژل شوي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د حقانی شبکې ۱۶ ټنه چاودیدونکي توکي، چې په هینو موټر کې د لرگیو لاندی د وزیریستان په واڼه سیمه کې په ماهرانه توگه ځای په ځای شوي وه، چې غوښتل یې د پکتیکا ولایت د ارگون ولسوالۍ له لارې کابل ښار ته د ځانمرگيو او ترهگریزو بریدونو په موخه راولیږدوي؛ د پکتیکا ولایت ارگون ولسوالی په اړوند سیمه کې د ملی امنیت د ځانگړیو قطعاتو له لوري کشف او ضبط شول.

همدارنگه دپکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لکه تیږه سیمه کې د ملي امنیت لوی ریاست ځواکونو له لوري د یو لړ ځانگړیو عملیاتو او وسلوالې نښتې په پایله کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۹ نور یی ټپیان شول؛ دوه عرادی داتسن موټر، چی یو میل زیکویک پری نصب و، ۳ قبضې RPG7 راکت انداز له ۶ فیر مرمیو سره، ۷ میله کلاشینکوف له ۲۱ شاژور سره او یو میل دهشکه له یو صندوق مرمیو سره د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلل.

Trending

Exit mobile version