تازه خبرونه

په پېنځه ورځو کې ۷۹ ملکي افغانانو ته مرګ و ژوبله اوښتې – راپور

Published

on

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د دوشنبې پر ورځ ( د وري ۳۰) څرګنده کړې، چې یوازې په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړيو ته په فراه، پروان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې له ۱۲ بېلابېلو پېښو مرګ و ژوبله اوښتې ده.

یاد کمیسیون زیاته کړې، چې ۳۹ ملکي وګړي وژل شوي او  د ۴ ښځو او ۱۷ ماشومانو په ګډون  ۴۰ نور ټپیان دي.

کمیسیون د اوربند غوښتنه کړې او د خبرو اترو له لارې یې د شخړو د اوارولو لپاره، چې موخه ترې عدالت او تل پاتې سولې ته رسېدل دي؛ ټینګار کړی دی.

کمیسیون ویلي: د جګړې پایله یوازې وژنه او ویجاړی دی او ګټونکی هم نلري.

د کمیسیون وروستي موندنې ښیې، چې د روان لمریز هجري کال د وري د ۲۱ او ۲۶ ترمنځ ورځو کې د افغانستان ۷۹ ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

یاد کمیسیون ویلي، چې طالبان او ناڅرګند وسلوال په دغو پېښو کې ښکېل دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version