سیمه ییز خبرونه
په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي
د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله یو ښوونکی او ۲۱ زدهکوونکي مړه شوي دي.
د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قربانیانو پر مړینه خپله « ژوره خواشیني او خفګان» څرګند کړی دی.
په پاکستان کې، چې څه باندې ۲۴۰ میلیون وګړي لري، د ودانیو او چتونو لوېدل یوه عادي پېښه ده، چې ډېری وخت د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتولو او د ودانیزو بېکیفیته توکو کارولو ته منسوبېږي.
د روان کال په جون میاشت کې هم د پاکستان په ختیځ لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت لوېدا له کبله له لس ډېر زدهکوونکي مړه شوي وه.
همدارنګه، په ۲۰۲۵ز. کال کې د کراچۍ د ښار د یوې پېنځهپوړیزې ودانۍ د نړېدا له کبله ۲۷ کسان مړه شول او لس نور ټپیان شوي وه.