تازه خبرونه

په پېښور کې میشت کډوال دې تر درې ورځو ووځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خیبر ایجنسۍ چارواکو په پیښور کې له مېشت افغان کورنیو غوښتي، چې په درې ورځو کې ووځي.

د سیمې یوه چارواکي رحیم الله مسود خبرداری ورکړی، چې که تر درې ورځو دا افغانان له دې سیمې ونه ووځي؛ نو په زوره به له تورخمه واړول شي او کورونه به يې له منځه یوړل شي.

مسود ویلي، لوړ پوړیو چارواکو ورته لارښوونه کړې، چې د سیمې د امنیت او ثبات په موخه د لنډي کوتل له نورو سیمو هم افغانان وباسي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې غیرقانوني افغان کډوال د دې هېواد په امنیتي پېښو کې لاس لري.

افغان حکومت بیا د پاکستان دا ادعا بې بنسټه او د کډوالی د قوانینو خلاف بولي. 

Trending

Exit mobile version