سیمه ییز خبرونه
په ځينو سيمو كې امنيتې ستونزې د اداري اصلاحاتو خنډ شوي
د هېواد په ځينو برخو كې امنيتې ستونزې لامل شوي، چې د ولسمشرحامد كرزې فرمان په سمه توگه پلى نه شي.
د لويې څارنوالۍ وياند وايي، چې:
اوس هم د هېواد په يو شمېرسرحدي سيمو كې د ناامنيو له كبله د لويې څارنوالۍ ادارې فعاليت نه لري.
چارواكي د ځمكو غاصبينو ته خبردارى وركوي، چې:
په هرډول، چې كيږئ؛ غصب شوې ځمكې به ترې بېرته واخيستل شي .
افغان ولسمشر حامد كرزې شاوخوا درې مياشتې وړاندې په دولتي ادارو كې د اصلاحاتو د راوستو په موخه يو فرمان صادركړى و، چې په فرمان كې له اداري فساد سره پرمبارزه ډېر ټينگارشوى دى.
د دغه فرمان په يوه برخه كې لويې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې، د هېواد په گوټ گوټ كې خپلې ادارې فعالې كړي؛ خو د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي وايي، چې:
په يو شمېر سرحدي سيمو كې د ناامنيو د شتون او امنيتي ځواكونو د نه شتون له كبله د ولسمشريز فرمان يو شمېر برخې نه دې پلې شوي، چې له هغو څخه د هېواد په ليرې پرتو ولسواليو كې د دې ادارې نه فعاليدل دي.
يو تن، چې ځمكه يې غصب شوې ده وايي:
د دولتي او شخصي ځمكو غصب بله هغه ستونزه ده، چې د افغانستان خلك او دولت ورسره مخ دي.
لويه څارنوالي د ځمكې غصب كوونكو ته خبر دارى وركوي او وايي، چې:
دولت ته د غصب شويو ځمكو بېرته وركول حتمي دي او دولت به دا كار هرو مرو تر سره كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې لويې څارنوالۍ له دې وړاندې د كابل ښار د قرغې بند په شاوخوا كې د ځمكې له غصب كوونكو څخه د غصب شوې ځمكې د بېرته اخيستو خبر وركړى و.