تازه خبرونه

په ځينو ولايتونو كي د كانديدانو كمپاينونه نه دي پيل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كه څه هم د نوماندانو له كمپاينونو اووه ورځي تېريږي؛ خو بيا هم په ځينو ولايتونو كي كمپاينونه نه دي پيل شوي.

له شمال ولايتونو څخه يوازې د بلخ په ولايت كي ډېري كمپاينونه ترسره كيږي؛ خو د كمپاينونو بازار په ډېرو ولايتونو كي د ژمي په شان سوړدى.

په فارياب ولايت كي يوازي د اشرف غني احمدزي انتخاباتي عكسونه او شعارونه تر سترگو كيږي؛ خو په زړه پوري خبره داده، چي د فارياب اوسيدونكي تر اوسه په دي نه پوهيږي، چي نوماندان څوك دي.

په پلخمري ښار كې بيا تر ډېره د عبدالرب رسول سياف، گل آغا شېرزي او اشرف غني احمدزي عكسونه تر سترگو كيږي.

په غزني كې آريانا خبريال وايي، دغلته تر ډېره د اشرف غني احمدزي عكسونه ليدل كيږي.

په كندهار كې بيا د عبدالرب رسول سياف، اشرف غني احمدزي او گل آغا شېرزي عكسونه تر سترگو كيږي.

د ولسمشريزو تاكنو كانديدان د وري تر ۱۳ وخت لري، چې ټاكنيز كمپاينونه وكړي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون د كميشنر سرير احمد برمك په باور ټاكنيز كمپينونه ډېر ښه پيل شوې دي.

تر اوسه كانديدانو په دې اړه، چې ولې يي ولايتونو كې ټاكنيز كمپاينونه نه دي پيل كړي، څه نه دي ويلي.

داسې ښكاري، چې سړه هوا او امنيتي گواښونه اوس هم د ټاكنو په وړاندې گواښونه بلل كيږي.

Trending

Exit mobile version