سیمه ییز خبرونه

په چارو كې د سمون غوښتنه وشوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د اداري فساد په وړاندې د څارني او ارزونې خپلواكې كميټې د كډوالو او بيا راستنيدونكيو چارو په وزارت كي كډوالو ته د ځمكو د وېش، د اداري اصلاحاتو په كميسيون كي د لومړيو او دوه يمو بستونو د گمارني، د كار او ټولنيزو چارو په وزارت كي د تقاعد، سوق او د لوړو زده كړو په وزارت كې د پوهنتونو او د آزموينو او تحصلي اسنادو د وېش پروسې تر ارزوني لاندي نيولي دي.

د اداري فساد په وړاندې د څارنې او ارزونې د كميټي غړى محمد ياسين عثماني وايي، چي په دي برخو كې يې د اداري فساد عوامل، د لازمي رونټيا لږوالى د څارني او اوږدې بيرو كراسۍ پړاوونه د زيانمنو نښو په توگه په گوټه كړي دي.

نوموړى زياتوي، ډېرو زور واكانو د كډوالو په ښار گوټو كې ډېرې ځمكي غصب كړي او په دې پروژو كي د فساد كچه خورا لوړه ده.

همداراز دغه كميټه وايي، چي د اداري اصلاحاتو په پروسه كې هم د چارواكو له خوا مداخله كيږي.

د اداري فساد په وړاندې د څارني او ارزوني د كيمټې غړې ميرمن ايفا جولي وايي:

د دندو په گمارنه كې د آزادو سياليو په ځاى هغه كسان مداخله كوي، چي قدرت لري؛ نو بايد، چي داسې يو ميكانيزم جوړشي، چي د مداخلاتو كچه راټيټه شي.

د څارنې او ارزوني د كميتي رييس دراكوكاس وايي:

په وزارتونو كې الكترونيكي پروسه جوړه شوې، چې له اداري فساد څخه به مخنيوي وشي؛ خو د كار او ټولنيزو چارو په وزارت كې داسې فاسد كسان شته، چي نه غواړي الكترونيكي سيتم پلى شي، چي دا خپله د اداري فساد د مخنوي لپاره يوه ننگونه ده.

كه څه هم دې كميټې د غاصبينو او هغو كسانو، چي په اداري فساد كي ښكېل دي نومونه نه دي افشا كړي؛ خو ويلي يي دي، چې يادو وزارتونو ته يې وړانديز كړى، چې خپلو چارو كې سمون راولي.

كميټه خبردارى وركوي، چې كه داسې ونه شي اړ دي، چې خپله دا كسان لويي څارنوالۍ ته معرفي كړي.

Trending

Exit mobile version