تازه خبرونه
په چین کې د افغانستان سفارت د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه
(Last Updated On: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۲)
په بیجینګ کې د اسلامي امارت سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې شپارلسمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په چین کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
سفارت زیاته کړې، چې پر شرایطو برابر افغانان کولی شي له دې سفارت څخه نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.
اسدالله بلال کریمي په چین کې د اسلامي امارت سفیر او استازی دی.
تېره اوونۍ د چین ولسمشر شي جینپینګ د نوموړي باورلیک منلی دی.
کارپوهان وايي، چې افغانستان او چین کولی شي خپلې سوداګریزې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.
ویل کیږي، چې د چین ترڅنګ په پاکستان، ایران، عربي متحده اماراتو، ترکیې، ازبکستان او مالیزیا کې هم د افغانستان په سفارتونو کې افغان وګړو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده.