نړۍ

په چین کې د اورلګېدنې له کبله ۲۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

شینهوا د اورلګېدنې له لامل پرته ویلي؛ ولسمشر شي جین پینګ دا “یو ژور عبرتناک درس” وباله او له سیمه‌ییزو چارواکو یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټپیانو درملنه وکړي؛ د اور لامل معلوم کړي او مسوول کسان حساب ورکولو ته اړ کړي.

Published

on

رویټرز د چین د رسمي خبري سرچینې شینهوا د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د سې‌شنبې پر ورځ د چین د شمال ختیځ په یوه رسټورانټ کې د اورلګېدنې له کبله ۲۲ کسان مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي.

شینهوا د اورلګېدنې له لامل پرته ویلي؛ ولسمشر شي جین پینګ دا “یو ژور عبرتناک درس” وباله او له سیمه‌ییزو چارواکو یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د ټپیانو درملنه وکړي؛ د اور لامل معلوم کړي او مسوول کسان حساب ورکولو ته اړ کړي.

د دولتي خپرونې سي سي ټي وي د څرګندونو له مخې؛ اور د ماسپښین پر ۱۲:۲۵ ( د ګرینویچ پر وخت ۴:۲۵ ) د لیائونینګ ولایت د لیائو یانګ ښار د استوګنې د اړوند سیمې په یوه رسټورانټ کې ولګېد، چې  درې کسان یې له کبله ټپیان هم دي.

د ایکس او چینایي پلیټ فارم دوین په ګډون په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي انځورونه، چې رویټرز هم  تائید کړي؛ روښانه نارنجي اورونه ښیې، چې د سړک په سطحه د ګڼ‌شمېر پارک شویو موټرو تر څنګ اود هټۍ مخې ته د اور لمبې او لوګي لیدل کیږي.

د لیائونینګ د ولایتي واکمن ګوند کمیټې منشي هاو پینګ ویلي، چې د اور وژنې ۲۲ موټر او ۸۵ اور وژونکي د پېښې ځای ته استول شوي دي.

هاو زیاته کړې، چې په ساحه کې د ژغورنې کار بشپړ شوی او خلک ایستل شوي دي.

دا په وروستیو کلونو کې د ورته پېښو په لړ کې وروستۍ هغه ده.

Trending

Exit mobile version