ساینس او ټیکنالوژي
په چین کې د برښنایي موټرو سبسایډي ۳۰ سلنه کمه شوې
رویټرز د چین د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې بیجینګ به په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د برښنایي موټرو په ګډون پر نویو برښنایي وسیلو سبسایډي ۳۰ سلنه کم کړي.
راپور په ډاګه کړې، چې چینايي چارواکي به د روان کال تر پایه دغه مرسته په بشپړه توګه ودروي.
له دې مخکې د چین د مالیې وزارت ویلي وه، چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې به پر الکترونیکي وسایلو سبسایډي ۱۰ سلنه، په ۲۰۲۱ کال کې ۲۰ سلنه او په ۲۰۲۲ کال کې ۳۰ سلنه کمه کړي.
دغه راز د فولکس واګن، جنرال موټر، ټیوټا او ټیسلا په ګډون نړیوال شرکتونه په چین کې د برښنایي وسایلو تولید مخ پر زیاتېدو دی.
دغه وزارت دا هم ویلي؛ چین به د ترافیکي وسیلو څارنې ته وده ورکړي، چې د ترافیکي پیښو مخه ونیسي.
د چین د موټرو جوړوونکیو ټولنې له دې مخکې اټکل کړی و، چې په چین کې به د الیکترونیکي توکو پلور تر ۲۰۲۱ کال پورې له ۴۷ سلنې څخه ۵ میلیون ته لوړ شي.