تازه خبرونه

په چین کې د زیږون کچه ډېره راټیټه شوې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۰)

د چين د احصائې ملي ادارې د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۷ ) څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د زېږون کچه په هرو زر کورنیو کې ۷.۵۲ راټيټه شوې ده.

چین په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د څو ماشومانو پالیسي له منځه یوړه او پر ځای یې د دوه اولادونو محدودیت وضع کړ، چې له اقتصادي ستونزو څخه د وګړیو د ژر زړښت مخه ونیسي؛ خو د ښاري ژوند لوړ لګښت د ډېرو ماشومانو د لرلو مخه ونیوله.

له همدې کبله کله، چې د احصائې ادارې په دې اړه د معلوماتو راټولول پیل کړل؛ نو په ‌ډاګه شوه، چې  د زیږون کچه له ۱۹۴۹ کال راپدیخوا ترټولو ټیټه شوې ده.

د چین د وګړیو د طبیعي ودې کچه له کډوالۍ پرته د ۲۰۲۱ لپاره یوازې ۰.۰۳۴ سلنه ده، چې له ۱۹۶۰ راپدیخوا ترټولو ټیټه کچه ده.

د پن پواینټ شتمنیو مدیریت مرکز لوی اقتصاد پوه ژی وی ژانګ ویلي؛ د نفوس ننګونه ښه پېژندل شوې؛ خو د وګړیو د عمر کچه په څرګنده توګه د تمې په پرتله ګړندۍ روانه ده.

دا ارقام ښیي، چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۱۰.۶۲ میلیون د ۲۰۲۰ کال پر پرتله، چې ۱۲ میلیون ماشومان ول؛ زېږېدلي دي.

د یادونې ده، چې په چین کې د زیږون کچه د ۲۰۲۰  کال له مخې په هرو ۱۰۰۰ خلکو کې ۸.۵۲ سلنه ده.

Trending

Exit mobile version