کوید۱۹

په چین کې د کرونا مثبتې پېښې مخ پر ډېرېدو دي

Published

on

د چین په سهیل لویدیځ کې د سې شنبې پر ورځ پر کرونا د اخته کېدنې لوړ شمېر ثبت شوی، چې د تېرې یوې ورځې پر پرتله دوه چنده ډېروالی ښیي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د روغتیا ملي کمیسیون ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ له ۱۲ ولایتونو او ښاروالیو څخه په ډېرو برخو کې په ټولیزه توګه ۳۵۰۷  پېښې ثبت شوي، چې د یوې تېرې ورځې پر پرتله ۱۳۳۷ ډېروالی ښیي.

په چین کې د کرونا ویروس ثبت شوې د نورې نړۍ پر پرتله لږ دی؛ خو د روغتیا څانګوالو ویلي، چې په راتلونکیو څو اوونیو کې به د ورځنيو پېښو کچه د اومیکرون پر پرتله ډېره وي.

د چین په شمال لویدیځ کې د کرونا ویروس په اړه د لانژو پوهنتون وړاندویېنه ښیي، چې د ویروسونو اوسنی پړاو به د اپریل په پیل کې تر څارنې لاندې راشي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ یاد پوهنتون په وروستۍ ارزونه کې، چې د دوشنبې پر ورځ خپره شوې څرګنده کړې، چې د پېښو اوسنی شمېر د ۲۰۲۰ کال د ووهان له پېښو ډېر د اندېښنې وړ دی. چین کولی شي دا تر کنټرول لاندې راولي؛ خو، چې محدودیتونه پر ځای پاتې شي.

چارواکي د شانګهای په مالي مرکز او ښار کې له وبا سره مبارزه کوي د انفرادي اپارتمانونو ودانۍ محاصره کوي او د ټولو اوسیدونکیو ازموینه تر سره کوي.

د چین د هوایي چلند تنظیموونکيو ویلي؛ ۱۰۶ نړیوالې الوتنې، چې ټاکل شوې شانګهای ته راشي د مارچ له ۲۱ څخه د می تر لومړۍ پورې نورو ښارونو ته ترسره شي.

د دوشنبې پر ورځ د چین په شمال ختیځ ولایت جیلین کې ۹۰ سلنه ثبت شوې پېښې مثبتې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې چینایي چارواکو د کرونا ویروس د پراخېدو او مخیوي لپاره د جیلین ولایت قرنطین کړی دی.

Trending

Exit mobile version