نړۍ
په چین کې له ۱۴ ورځو وروسته ۱۱ کان کیندونکي ژغورل شوي
په چین کې د ژغورنې ډلې د سرو زرو په کان کې د چاودنې له کبله ۱۱ بند پاتي کارګران ژغورلي دی.
ځایی چینايي رسنیو راپور ورکړی؛ د کان لومړنی کېندونکی، چې د یکشنبې پر سهار وژغورل شو؛ د ناسم روغتیایي حالت له کبله روغتون ته ولېږدول شو.
لس نور کان کېندونکي په یو څو ساعتونو کې له خاورو راووېستل شول.
د تېرو دوه اوونیو راپدیخوا اوبه، خواړه او نور اړین توکي دغو بند پاتې کارګرو ته د پایپ له لاترې رسېدل او د ژغورنې او مرستې له ډلې سره یې اړیکې روانې ساتل شوې وې.
دغه کان، چې د چین د شانډونګ ولایت په کیکسیا ښار کې پروت دی او د رغونې کار یې تر سره شوی ندی؛ په ټولیزه توګه ۲۲ کان کېندونکي د شاوخوا ۶۰۰ مترو په ژوروالي کې بند پاتي ول.
چارواکو د پنجشنبې پر ورځ ویلي وه، چې د ۱۰ کسیزې ډلې د ژغورنې هڅې به دوه اوونۍ اوږدې شي.
ویل کیږي، چې له ۶۰۰ څخه ډېر ژغورونکي د کان کیندونکیو د ژغورنې هڅې تر سره کوي.
دا په داسې حال کې، چې یو ماین کېندونکی مړ شوی او د ۱۰ نورو دروغتیایي حالت په اړه معلومات نشته.