بلخ @ps

په ډنډ غوري کې د کلابند شويو سرتیرو د ژغورنې غوښتنه وشوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بغلان ولایت کې د (روند سبز)جریان غړیو له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو وغوښتل،چې په ډنډ غوري کې د وسلوالو لخوا کلابند شوي سرتېري وژغوري.

د کندز په ګاونډ کې بغلان ولایت هم د سختو جګړو شاهد دی.

په دغه ولایت کې د روند سبز غړي وايي،چې له څو ورځو راهسیې وسلوالو طالبانو په ډنډ غوري کې افغان سرتېري کلابند کړي دي.

… په بغلان کې د روند سبز مسوول آرش راستین د ملي دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو غواړي،چې دغه کلابندي ماته کړي او سرتېري وژغوري.

دروند سبزغړی میر محمود الحق وایي؛دغه سرتېري،چې په تپه قرغان کې کلابند دي، یو شمېر ملګري یې ټپیان او یو شمېر نور یې وژل شوي همدي.

د روند سبز د یو بل غړي فطرت الله په وینا؛کلابند سرتېري د خوراکي توکو او مهماتو له کمي سره مخ دي.

د بغلان امنیه قومندان نور حبیب گلبهاري له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي،چې کلابند سرتېري به د ملي اردو په همکارۍ وژغوري.  

د بغلان اوسیدونکي وايي که حکومت د بغلان د خلکو ستونزو ته پام ونه کړي دوی به خپلو غونډو او اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې بغلان او کندوز په تېرو دوه کلونو کې د سختو جګړو شاهدان پاتې شوي دي. 

Trending

Exit mobile version