سیمه ییز خبرونه
په ډيلي کې د اسرائيلو سفارت ته نږدې چاودنه ځاني زیان نهلري
رویترز راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې د اسرائیلو سفارت ته نږدې یوې چاودنې د دې سفارت کارکوونکيو ته مرګ او ژوبله نهده اړولې.
چارواکو ویلي، چې د علت په اړه یې پلټنې روانې دي؛ خو سیمه د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شوې ده.
دوی زیاتوي، چې هیڅ داسې معلومات نهشته، چې په اړوند سیمه کې څوک زیانمن شوی وي.
اسرائیلو په ځانګړي توګه په نوي ډیلي کې له خپلو اتباعو وغوښتل، چې احتیاط وکړي.
د اسرائیلو ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له دفتره خپره شوې ویلي؛ شونې ده، چې چاودنه کوم برید وي.
په ټوله نړۍ کې د اسرائیلو ماموریتونه پر غزه له ځوابي برید وروسته د تیارسئ په حال کې دي.
د اسرائیلو د سفارت ویاند ګای نیر رویترز ته ویلي: مونږ یې تائیدولی شو، چې د ماښام پر ۵:۲۰ سفارت ته نږدې چاودنه وشوه.
هغه زیاته کړې، چې سیمهییز پولیس او امنیتي ډلې پهدې اړه پلټنې کوي.
یوه چارواکي رویترز ته ویلي، چې له چاودنې درې ساعته وروسته د لټون په عملیاتو کې هیڅ څه موندل شوي نهدي.
د ۲۰۲۱ ز. کال په جنورۍ کې هم د اسرائیلو سفارت ته څېرمه یو کوچنی بم پرته له دې، چې چا ته زیان ورسوي؛ وچاودېد. یوه اسرائیلي چارواکي هغه مهال ویلي وه، چې اسرائیل دغه چاودنه یوه تروریستي پېښه بولي.