تازه خبرونه

په ډیلي کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو امنیتي سلاکارانو ناسته ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۹, ۱۴۰۰)

د هند د ملي امنیت سلاکار اجیټ دوول د چارشنبې پر ورځ په ډیلي کې د افغانستان د روان کړکېچ په اړه د اته اړخیزو خبرو اترو مشري وکړه.

نوموړي دغې سرمشریزې ته څرګنده کړې، چې په دې هېواد کې وروستي پرمختګونه د ګاونډ او سیمه ییزو هېوادونو لپاره د ټینګار وړ پایلې لري.

هغه  سیمه ییزو سیالانو ته په خبرو کې ویلي؛ دا د هند لپاره ویاړ دی، چې نن د دې خبرو کوربتوب کوي. مونږ په افغانستان کې د رامنځته شویو پرمختګونو څارونکي او لیدونکي یوو، چې نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره، بلکې ګاونډ هېوادونو ته هم اړینې پایلې لري.

دوول دا هم ویلي، چې اوس د ګډون کوونکیو هېوادونو ترمنځ د نږدې مشورو وخت دی او په دې اړه ډېرو نورو همکاریو او تعامل ته هم اړتیا شته.

هغه وایي: زه ډاډه یم، چې زمونږ خبرې اترې ګټورې او د افغانستان له خلکو او ټولیز امنیت سره به مرسته وکړي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې، ایران، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی؛ خو چین او پاکستان دواړو ترې ډډه کړې ده.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي، چې د ټولو توکمونو استازیتوب ولري.

د ازبکستان ولسمشر ویکتور مخمودوف ومنله، چې افغانستان له کړکېچ سره مخ دی.

د ترکمنستان ولسمشر چاریمیرات کاکاالیوویچ اماووف ویلي، چې دا غونډه به په سیمه کې د همکارۍ زمینه برابره کړي.

د تاجکستان استازي نصرالله رحمت جان محمود زاده له افغانستان سره اوږدې پولې ته نغوته کړې او له پولې بهر یې د مخدره توکو د قاچاق او بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې فډراسیون د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف د تلپاتې سولې د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

د قرغزستان استازي مارات مکانوویچ ایمانکولوف د ترهګرۍ د ګواښ مسله راپورته کړه او ویې ویل، چې له افغانستان سره مرستې ته اړتیا ده.

د قزاقستان د ملي امنیت کمېټې مشر کریم ماسیموف په افغانستان کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د چټک خرابیدو مسله راپورته کړه.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ د کوربه په توګه، هندوستان د افغانستان اسلامي امارت ته بلنه نده ورکړې؛ ځکه، چې تر اوسه هیڅ یو ګډون کوونکي هېواد د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی. که څه هم د روسیې او ایران په ګډون چین، پاکستان او یوشمېر نور هېوادونه اوس هم په دغه هېواد کې فعال سفارتونه لري.

په دې ناسته کې د پاکستان او چین د نه ګډون په اړه هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو دواړو غونډو کې د هند د شتون او اوسنیو حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو له کبله شونې نه وه، چې پاکستان په دې ناسته کې ګډون وکړي.

که څه هم چین په تېرو دواړو ناستو کې له افغانستان څخه د خپلو امنیتي اندېښنو له کبله ګډون کړی و؛ خو اوس یې نشتون دا سیګنال ورکوي، چې نه غواړي د هند په مشرۍ له کوم بهیر سره ملګرتیا وکړي.

د ایندین اکسپرس د راپور له مخې؛ بیجینګ د کابل له سقوط مخکې او وروسته د افغانستان اسلامې امارت  له مشرتابه سره اړیکې لرلې؛ خو هغه څه، چې نوی ډیلی یې له نږدې څاري، پاکستان ته د چین نږدېوالی او د اسلامي امارت د نوي تمویل کوونکي په توګه د دوی د راڅرګندیدو شونتیا ده.

د هند رسنیو راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین ګټې هغه څه دي، چې د افغانستان اسلامي امارت به پرې پانګونه وکړي.

Trending

Exit mobile version