تازه خبرونه

په ژنیو کنفرانس کې د شرایطو پر بنسټ د مالي ملاتړ ژمنه وشوه

Published

on

د ژنیو په ناسته کې یو ځل بیا ټولو ګډونوالو له افغانستان څخه د “شرایطو پر بنسټ” خپل مالي ملاتړ اعلان کړ او له حکومته یې  وغوښتل، چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي، ښه حکومت جوړ او مرستې په رڼښت ولګوي.

د دې ناستې پر وروستۍ ورځ؛ اروپایي ټولنې یو میلیارد او دوه سوه میلیون دالر، بریتانیا هر کال ۱۵۵ میلیون پونده، جاپان ۷۲۰ میلیون دالر، کانادا د درې راتلوونکیو کلونو لپاره ۲۷۰ میلیون دالر، هالند ۲۲۰ میلیون دالر، دنمارک د درې راتلوونکیو کلونو لپاره ۶۴ میلیون دالر، ناروې ۷۰ میلیون دالر، آسترالیا ۱۴۷ میلیون دالر، سويدن له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې ۹۳۲ میلیون دالر مرستو ته ژمن پاتې کیږي، هند په کابل کې د شاه توت بند جوړوي، او ایتالیا د ۲۰۲۱ کال لپاره د ۳۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

په ټوله کې دې ناستې له افغانستان سره د ۴ راتلوونکیو کلونو لپاره د ۶ میلیارد دالرو ژمنه وکړه.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي؛ زمونږ موخه دا ده، چې په سیمه کې د ترانزیت پر مرکز بدل شو او پخپلو پښو ودرېږو او دې موضوع ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو.

د مالي مرستو د ژمنو تر څنګ د ناستې برخوالو په بیړه د اوربند او له ښکېلو  خواوو څخه د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ځینو برخوالو ټینګار کړی، چې باید تاوتریخوالی کم شي او د افغانستان د سولې خبرې په پراخ بنسټه توګه د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو په خوندي کولو تر سره شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي  انتوني ګوتریش څرګنده کړې؛ زه همدا راز په لوړه کچه د  تاوتریخوالي دوام ته ډېر اندېښمن یم، زه له ښکېلو خواوو غواړم، چې د ملکیانو د خوندیتوب او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په بیړه اوربند وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر  سرګي لاروروف ویلي؛ په اوسنیو شرایطو کې یوه اړینه اړتیا داده، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت خبرې کوونکې ډلې پر اختلافي مواردو هوکړه وکړي. مونږ له دواړو ډلو غواړو، چې د افغانانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د یوه ثبات لرونکي او هوسا هېواد د جوړېدو لپاره هوکړه وکړي.

هند او پاکستان هم د افغان سولې بهیرد ملاتړ لپاره یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې دا بهیر د افغانانو په واک او مشرۍ مخته ولاړ شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په ډاګه کړې؛ هند په افغانستان کې بیړنی او دایمي اوربند غواړي. مونږ دا راز باور لرو، چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او واک تر سره شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ پاکستان د افغانستان د سولې په روانو خبرو اترو کې یو جوړښتي رول لوبولی او تل یې له هغو مذاکراتو څخه پر ملاتړ ټینګار کړی، چې د افغانانو په واک او مشري وي. 

افغان حکومت هم مرستندویه هېوادونو ته ژمنه وکړه، چې د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره به جدي ګامونه واخلي.

Trending

Exit mobile version