سیمه ییز خبرونه

په ښارونو او واټونو كې پتې او نښې لگول يوه ستره اړتيا ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان بيسيم مخابراتي شركت ژمنه كړې، چې په شمالي سالنگ كې تر پلخمري ښار پورې د سړك دواړو خواوو ته لارښودې نښې او لوحې ولگوي.

ويل كيږي، چې دا تصميم د بغلان والي او افغان بيسيم مخابراتي شركت د رييس امين رامين له كتنې وروسته نيول شوى دى.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت په هېواد كې د اړيكو په برخه كې پرخدمتونو سربېره له څو كلونو راپديخوا د مركز او ولايتونو د ښارواليو په همكارۍ توانيدلى، چې د هر ښار د  واټونو او كوڅو پتې او لوحې ولگوي او خلك له سرگردانۍ وژغوري.

د افغان بسيم مخابراتي شركت رييس امين رامين د بغلان له والي سره په كتنه كې ژمنه كړې، چې له شمالي سالنگ څخه تر پلخمري ښار پورې د دغه ولايت د ښاروالۍ په همكارۍ د سړك دواړو خواوو ته  ترافيكي نښې او لوحې ولگوي.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي د موټر چلوونكيو لپاره د  نښو نصبول اړين كار گڼي.

د بغلان ښاروال سيد مقصود سادات په پلخمري ښار كې د نښو او لوحو د نصبولو له كبله  له افغان بيسيم مخابراتي شركت څخه د مننې په ترڅ كې وايي، چې په دې برخه كې له دغه شركت سره همكارۍ ته چمتو دي.

پر سړكونو ترافيكي نښې د ترافيكو د تنظيم يوه لويه اړتيا بلل كيږي، چې بدبختانه په هېواد كې ډېر سړكونه دا ډول نښې نه لري، چې د موټر چلوونكيو او خلكو لپاره ستونزې رامنځته كوي.

د افغان بيسيم مخابراتي شركت له څو كلونو راپديخوا له ښارواليو سره په دې برخه كې اغېزمن گامونه اخيستي دي.

Trending

Exit mobile version