تازه خبرونه

په ښارونو کې د سون او خوراکي توکو بیې لوړې شوي

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۳۰, ۱۳۹۹

په اسلام کلا ګمرک کې د تېل او ګاز د سلګونه موټرونو له سوځېدو او په نورو سوداګریزو بندرونو کې د بار وړونکو لاریو د درولو له کبله د هېواد په ښارونو کې د سون او خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

له څو ورځو راپدیخوا په سوداګریزو توکو بار زرګونه موټر د هېواد په بېلا بېلو بندرونو کې د اعتراض په توګه درول شوي دي.

سوداګر او موټرلرونکي وايي، چې پولیس او د ټرانسپورټ مسوولين په لارو کې ناقونه پیسې اخلي.

په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوي؛ یوه کیلو اوبلن ګاز، چې په اته څلوېښت افغانۍ و اوس اتیا افغانیو ته لوړ شوی. دغه راز یو لیټر پټرول له شپږ دېرش افغانیو اووه څلوېښت افغانیو ته لوړ شوي او د اوړو اووه منه بوجۍ له اتلس سوه افغانیو دوه زره ته لوړه شوې ده.

د کابل منډوي پلورونکيو ويلي، که لارې خلاصې نشي؛ بیې به په بې ساري توګه لوړې شي.

سوداګر او موټر چلوونکي وايي، چې که د ناقانونه پیسو د اخیستو ستونزه حل نشي؛ اعتراض به وغزوي، له کبله به یې اقتصادي ناورین رامنځته شي.

د ټرانسپورټ وزارت ویاند  حکمت الله قوانچ پر موټر چلوونکیو تورلګوي، چې پلمې کوي او زیاتوي، چې دوی پخپلسر لویې لارې تړلي او د دې پوښتنه به وشي او څارنوالۍ ته به وروپېژندل شي.

د بار وړونکیو موټرو د مالکانو او سوداګر دا اعتصاب له شل ورځو راپدیخوا روان دی.

په اسلام کلا ګمرک کې، چې زرګونه بار وړونکي موټر په کې ولار ول اور ولګید او سلګونه هغه او سوداګریز توکي وسوځيدل.

Trending

Exit mobile version