سیمه ییز خبرونه

په ښوونځيو كې د پوهنې مخالفين زده كونكي مسموموي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پوهنې وزيرد مخالفينو پرهغو بريدونو بيا اندېښنه څرگنده كړه، چې په ښوونځيو كې زده كوونكي مسموموي.

فاروق وردگ وايي:

د افغانستان دښمنان غواړي په دا راز كړنو د پوهنې د پرمختگ مخه ونيسي.

نړيوال بانك د افغانستان د پوهنې د كيفيت لوړولو لپاره له افغان حكومت سره د ۵۵ ميليون  ډالرو مرسته وكړه.

د پوهنې وزير فاروق وردگ وايي:

په ښوونځيو كې د مخالفينو څلويښتو بريدونو ۳۵۰۰ زده كوونكي مسموم كړي، خو لس نيم ميليون زده كوونكي ترې اندېښمن شوي دي.

دى څرگندوي، چې:

حكومت به د خلكو په همكارۍ د دا راز بريدونو مخه ونيسي.

بلخوا نړيوال بانك د پوهنې له وزارت سره د حرفوي او مسلكي زده كړو د دوه يم پړاو د ملاتړ لپاره د مرستو تړون لاسليك كړ.

د مرستو دا ټولگه ۵۵ ميليون دالره ده، چې په پېنځه راتلونكيو كلونو كې به ولگول شي.

په افغانستان كې د نړيوال بانك سرپرست الانگو پچيموتو وويل:

يو ځل بيا ډاډ وركوم، چې له افغانستان سره به زمونږ مرستې دوام ولري او مونږ  پر څه ناڅه لس نورو پروگرامونو كار كوو، چې لگښت يې يو ميليارد دالرو ته رسيږي. دا پروگرامونه به له نهايي كيدو وروسته له افغان حكومت سره پر لپسې  لاسليك كړو.

د پوهنې وزارت ژمن شو، چې د نړيوال بانك په دې پيسو به په پېنځه راتلونكيو كلونو كې اتلس زره زده كوونكي له مسلكي او حرفوي ښوونځيو د فراغت اسناد تر لاسه كړي.

Trending

Exit mobile version