تازه خبرونه

په کابل، بلخ او لوګر ولایتونو کې ۱۴ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)

امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې تېره شپه وسلوالو د کابل ولایت د شکر درې په اړوند سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ؛ خو د ملي اردو د سرتېرو لخوا پر شا وتمبول شول.

امنیتي سرچینو ویلي، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې یو وسلوال وژل شوی او یو بل نیول شوی دی.

دغه راز دفاع وزارت په بلخ ولایت کې د ۷ وسلوالو طالبانو له مرګ و ژوبلې خبر ورکوي او څرګندوي؛ تېره ورځ وسلوالو طالبانو د بلخ او جوزجان پر لویه لار د چک شېر محمد په سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او پر شاه وتمبول شول او د امنیتی ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

همدارنګه دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره شپه ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د دې ولایت د برکي برک ولسوالۍ د پوزه نیازي په اړوند سیمه کې د طالبانو یو برید پر شاه تمبولی؛ ۳ وسلوال طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې نښته کې د دښمن په زیات شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د دغو ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.

د لوګر ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي ویلي، چې د دې شورا غړې نفیسه هجران نن سهار دفتر ته پر لاره وه، چې له خپل دریور سره له یوه وسلوال برید ټپي وتلې او د درملنې لپاره کابل ته لیږدول شوي دي.

Trending

Exit mobile version