تازه خبرونه

په کابل او پروان کې دوه چاودنو ۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د کابل پولیسو ومنله، چې نن سهار (چارشنبه د لیندۍ ۲۶) ۱۵ ښاري ناحیې په اړوند سیمه کې د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ پېښه په یو هیلکس موټر کې له ځای پر ځای شوي نښلیدونکي ماینه د کابل ښار په ۵۰۰ فامیلي سیمه کې رامنځته شوې ده.

پولیسو په دې اړه نور جزئیات وړاندې کړي ندي.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت هم چا ندی منلی.

دغه راز په پروان ولایت کې هم د نښلیدونکي ماین په یوه چاودنه کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.

پولیسو ویلي؛ برید د کاپیسا ولایت د جنایي جرمونو د کارمندانو پر لېږدوونکي موټر رامنځته شوې ده.

پولیسو زیاته کړې؛ یاد کارمندان کاپیسا ولایت ته پر لاره ول، چې د سر صیاد په اړوند سیمه کې پرې نښلیدونکي ماین چاودنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کابل کې د دې ولایت د مقام مرستیال او منشي یې د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version