تازه خبرونه
په کابل او پکتیا کې ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
په کابل او پکتیا ولایتونو کې دوه بمي چاودنو لږ تر لږه دوه تنه وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د پکتیا د امنیه قومندانۍ چارسمبالي لطف الله کامران ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د پاڅونکوونکیو پر پوسته موتر بم چاودنه شوې ده.
د لطف الله کامران په وینا، په پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
کوم کس یا ډلې د برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
دغه راز د کابل د خواجه سبزپوش په اړوند سیمه کې د ماین پر چاودنه لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي.
د کابل پولیسو پېښه منلې؛ خو جزئیات یې ندي ورکړي.