تازه خبرونه
په کابل او کندهار کې ماین چاودنو ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
په کابل او کندهار ولایتونو کې له دوه بېلابېلو چاودنو لږ تر لږه پېنځه ملکي وګړيو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ نن دوشنبه د لړم ۵ څرګنده کړې، چې د کابل په شپږمه حوزه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانی د څرګندونو له مخې؛ نن سهار شاوخوا ۷:۳۵ د حاجی نبي (امید سبز) د ښارګوټي پر سړک هغه مهال پر یوه پرادو ډوله موتر د نښلیدونکي ماین چاودنه رامنځته شوه، چې له سیمې د تېریدو په حال کې و.
دغه په کندهار ولایت کې هم دوه ملکي وګړي لهماین چاودنې وژل شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکو ویلي، د دغه ولایت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې، چاودنه د ملکي وګړو پر موتر رامنځته شوې ده.
تر دې دمه کومې ډلې د برید پړه نده منلې.
