تازه خبرونه
په کابل بالاحصار کې د لرغونو ماڼیو او بودایي عبادتځایونو پاتې شوني وموندل شول
دا موندنې د بالاحصار د لرغونپېژندنې او ساتنې د پراخ پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د دغه تاریخي ځای د بېلابېلو تاریخي پړاوونو پېژندنه او مستندول دي.
لرغونپوهانو د کابل د تاریخي بالاحصار په نویو کېندنو کې د مغلي پېر د ماڼیو پاتې شوني، د بودایي عبادتخونو(صومعو) اړوند ودانۍ او د ستوري په بڼه یو حوض موندلی دی؛ دا هغه لرغوني آثار دي، چې په دې تاریخي ځای کې د څه باندې دوه زره کلن استوګنځای، تمدن، سیاسي او مذهبي بدلونونو کیسه کوي.
دا موندنې د بالاحصار د لرغونپېژندنې او ساتنې د پراخ پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د دغه تاریخي ځای د بېلابېلو تاریخي پړاوونو پېژندنه او مستندول دي.
له دې تازه موندنو څخه یو هم د مغولي پېر د یوې ماڼۍ پاتې شوني دي، چې په کې دیوالیز انځورونه، د حمام آسانتیاوې او د تخت په څېر یوه جوړښت موندل شوی دی.
لرغونپوهانو د ستوري پر بڼه یو حوض هم موندلی، چې د بالاحصار د لوړې برخې د ډبرین بستر په منځ کې جوړ شوی دی. که څه هم دغه حوض د مغولي ماڼۍ له جوړښت سره تړاو لري؛ خو د جوړېدا کره نېټه او اصلي کارونه یې نهدي معلوم.
د دغو آثارو ترڅنګ، د بودایي عبادتخونو اړوند د ودانیو پاتې شوني او د بودایي پژو(مجسمو) ټوټې هم موندل شوې دي.
دغه شواهد ښيي، چې بالاحصار له اسلامي پېر مخکې هم مذهبي اهمیت درلود.
لرغونې سکې، اسلامي لعابلرونکي لوښي، د تېلو څراغونه او د ورځني ژوند نور وسایل هم د دغو کېندنو پر مهال ترلاسه شوي دي.
د اړوند څرګندونو له مخې، لرغونپوهان د بالاحصار په پنځه بېلابېلو برخو کې پر کېندنو بوخت دي او د یوې کېندنې ژوروالی د ځمکې له اوسنۍ سطحې څخه شاوخوا ۱۱ مټرو ته رسېدلی دی.
بالاحصار د کابل ښار په جنوبي برخه کې پر ډبرینې او خاورینې غونډۍ پروت دی او د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې شاهي استوګنځی، اداري مرکز، پوځي قرارګاه او دفاعي سنګر و.
دې کلا د مغولي سترواکۍ پر مهال هم ځانګړی اهمیت درلود. د مغولي سترواکۍ بنسټګر ظهیرالدین محمد بابر په ۱۵۰۴ز.کال کې کابل ونیو او دغه ښار د هغه د سترواکۍ پر یوه مهم سیاسي او فرهنګي مرکز بدل شو؛ خو تاریخي جګړو او نښتو او په ۱۸۷۹ز.کال کې د افغان ـ انګلیس دوهیمې جګړې، د دغه تاریخي ځای لویه برخه ویجاړه کړه. پوځي کارونې او ورپسې نښتو هم بالاحصار ته نور زیانونه اړولي دي.
د بالاحصار د ساتنې او څېړنې اوسنی پروګرام د آغاخان د کلتور له بنسټ سره په همکارۍ پر مخ وړل کېږي او په دې برخه کې پراخ کارونه له ۲۰۱۸ میلادي کال راپدېخوا روان دي. په دغو څېړنو کې د دودیزو کېندنو ترڅنګ د ځمکې د نفوذي رادار او درېبعدي لیزري سکین له ټکنالوژۍ هم کار اخیستل کېږي.
لرغونپوهان وایي، د بالاحصار ډېرې برخې اوس هم څېړل شوې نهدي او په دې ځای کې د لومړني استوګنځای کره تاریخ، د بودایي جوړښتونو د جوړېدا وخت او د ستوري په بڼه د حوض اصلي کارونه روښانه شوي نهدي.
دې موندنې یو ځل بیا وښوده، چې افغانستان د منځنۍ آسیا، ایراني نړۍ او د هند د نیمې وچې د تمدنونو د نښلېدا یوه اړینه سیمه وه.