تازه خبرونه

په کابل نړیوال کرکت لوبغالي کې چاودنې ۱۳ کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۸, ۱۴۰۱)

د ايمرجنسي روغتون مسوولينو ويلي، چې په کابل نړيوال کرکت لوبغالي کې پرون (جمعه د زمري اوومه) له غرمې وروسته د چاودنې له کبله ديارلس کسان ټپيان شوي دي.

دا چاودنه د شپږیزې کرکت لیګ د دوه ویشتمې لوبې پر مهال رامنځته شوې ده.

د هېواد د کرکت بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان په چاودنه کې د څلورو نندارچیانو ټپي کېدل تائید کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې پېښه کې لوبغاړیو، کارکوونکیو او بهرنيو وګړیو ته زيان ندى اوښتى.

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویدیو ښیي، چې لیدونکي له پېښې وروسته تښتي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version