تازه خبرونه

په کابل هوايي ډګر کې د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو کډه ناست ترسره شوه

Published

on

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي؛ د شنبې پر ورځ په کابل هوايي ډګر کې د افغانستان، ازبکستان او عربي متحده اماراتو د چارواکو تر منځ درې اړخیزه غونډه ترسره شوه.

د ترانسپورت وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د ترانسپورت وزارت چارسمبالي حمیدالله اخوندزاده، د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور، د اوسپنې پټلۍ چارسمبالي بخت الرحمن شرافت، د ازبکستان ترانسپورت وزیر الهام محکموف، د ازبکستان د کانونو وزیر بابر اسلاموف او د عربي متحده اماراتو لوړ پوړي پلاوي ګډون کړی و.

په دې کتنه کې ګډونوالو د کانونو پر کېندنه، ترانسپورت، د اوسپنې‌پټلۍ پراختیا او د جنوبي او منځنۍ آسیا پر نښلولو بحث او خبرې وکړې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د ازبکستان یوه لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او له تورخم او نورو ترانزیتي اړوند یرخو یې لیدنه کړې وه.

Trending

Exit mobile version