Connect with us

تازه خبرونه

په کابل هوایي ډګر کې د خونړی برید مخنیوی ناشونی و- امریکا

خپور شوی

د

د امریکا د دفاع وزارت څېړنې ښيي، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د تېر کال د اګسټ پر ۲۶ د رامنځته شوي  برید  مخنیوی ناشونی و.

له برید نږدې شپږ میاشتې وروسته، پنټاګون خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړې.

پنټاګون په ډاګه کړې، چې د دغه برید مخینوی ناشونی ؛ ځکه، چې بریدګر په یوازې سر عمل کړی او نهه کیلو ګرامه چاودیدونکیو توکو ته یې چاودنه ورکړې وه.

 امریکايي پوځي چارواکو ویلي، چې د برید پر وخت د امریکايي سرتېرو پر ډزو کې څوک وژل شوي ندی.

د ‍۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست پر ۲۶ د کابل هوايي ډګر د یوه خونړي ځانمرګي برید شاهد و، چې په کې یو سل او اویا ملکي افغانان، چې له افغانستان څخه یې د وتلو هڅه کوله او ۱۳ بهرني ځواکونه؛ ووژل شول.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینیت مکینزي په یوه راپور کې ویلي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۱۷۰ ملکیان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینټ مکینزي وایي: څېړنې ښیي؛ داسې شواهد نشته، چې پر ډزو دې کوم امریکايي یا افغان وژل شوی وي.

د امریکا دغه جګپوړي پوځي چارواکي په پیل کې ویلي وه، چې برید «ډېر پیچلی» و؛ خو اوس د انځورونو پر بنسټ څرګندوي: بریدګر د خلکو له منځه را ووت او له امریکايي سنمدري ځواکونو څخه څلوېښت مټره لرې یې چاودنه وکړه.

د پېښې څېړونکی جنرال النز څرګندوي: له لرې یو هایلکس موټر او درې سمندري ځواکونه لیدل کیږي. په دې وخت کې د تورو کالیو یو سړی د خلکو له ډلې څخه راووت او داسې ښکاري، چې همدغه  بریدګر و. ده  چاودنه په هغه ځای کې وکړه، چې د سمندري ځواک څخه 40 مټره لرې ده.

د پېښې پلټونکی جنرال هانان وایي: له برید څخه شل دقیقې وروسته ټول امریکايي زخمیان را ایستل شوي او خوندي ځای ته استول شوي دي.

د دغو موندنو پر بنسټ، بریدګر له ۹ کیلو ګرامو ډېر چاودېدونکي توکي پر ځان پورې تړلي وه.

د اګست د ۲۶ نېټې برید په افغانستان کې تر ټولو خونړی و، چې له دې برید دوه ورځې وروسته له افغانستان څخه د تخلیې بهیر هم پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې( OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت، له سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو پر رامنځته کېدا خبرې وشوې.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو د نویو لارو پر پرانیستلو ټینګار شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما

یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماین‌پاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.

Published

on

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.

یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماین‌پاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.

دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیان‌منونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ‌ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.

دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نه‌وړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لویدیځ زون والیانو پر کاري فرصتونو او د جنايي جرمونو کمولو ټینګار وکړ

په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښه‌والي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.

Published

on

 

په هرات کې د هېواد د لویدیځ زون د چارواکو د همغږۍ غونډه د هرات والي مولانا اسلام‌جار پر مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو د والیانو او یو شمېر امنیتي او قضايي چارواکو پر ګډون ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښه‌والي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.

د هرات والي د لویدیځو ولایتونو د کرنې، صنعت او ودانیزو چارو په اړوند برخو کې د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې د چارواکو ترمنځ د ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو د اړوند ولایتونو د اداري، امنیتي او د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه‌والي لپاره یې پر هڅو ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!