روغتيا

په کابل پوهنتون کې د څارویو د پوستکي پر ویروسي ناروغۍ علمي غونډه ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۴۰۱)

 په کابل پوهنتون کې د څارويو د پوستکي د ناروغۍ په اړه د جوړې شوې علمي غونډې ګډونوالو د څارويو د پوستکي ويروس يو له خطرناکو ويروسونو ګڼي او په هېواد کې يې د خورېدو پر مخنیوي ټينګار وکړ.

 په دې غونډه کې د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو؛ د عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ وزارتونو او ښاروالۍ استازیو د دې ویروس د نښو او خطرونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دا ناروغي(lumpy skin disease) اوس د افغانستان په کونړ، ننګرهار، لغمان او سویل ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، خوست لوګر او غزني کې هم لیدل شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د استازي نصیر احمد د څرګندونو پر بنسټ، د څارویو او لبنیاتو کمېدل به د شیدو ورکوونکیو میندو او ماشومانو تغذیه کمزورې کړي.

نوموړي زیاته کړې: دا ویروس د خواړو روغتیا لپاره ستونزه ده؛ په ځانګړي توګه پر خوارځواکۍ د اخته کسانو لپاره، چې د اړوند محصولاتو له نشتوالي سره به ستونزې ولري.

دا ویروس له ناروغ حیوان څخه روغ حیوان ته د غوماشو په واسطه لېږدول کیږي؛ خو انسان پرې نه اخته کیږي.

د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځۍ مشر شېرشاه سادات ویلي؛ دا ویروس له ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو لکه لغمان، ننګرهار او کونړ څخه خپور شوی، خو دا مهال دغه ویروس واکسین نلري او د خوشبختۍ خبره دا ده، چې دا ناروغي انسانانو ته نه انتقالیږي.

دا ویروس ساري دی او د حشراتو له لارې لیږدول کیږي.

د کابل پوهنتون استاد اسدالله صمدي په دې اړه وایي: دا ویروس له یوه څاروي څخه بل ته د مچیو په واسطه لیږدول کیږي او د لیږد سرچینه باید له منځه یوړل شي؛ قرنطین او واکسین کول د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ډاډمنې لارې دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت استازي ابراهیم فروتن ویلي؛ په نږدې راتلونکې کې به په ټولو ولایتونو کې د نړیوالو موسسو پر همکارۍ د دغه ویروس د مخنیوي لپاره پراخ کمپاین پیل شي.

د حیواناتو د پوستکي ناروغي له آفريقا څخه اروپا ته رسیدلې، چې اوس یې په هند، بنګله دېش او پاکستان کې هم بیېلګې موندل شوې دي. دا ناروغي اوس د افغانستان په کونړ، ننګرهار، لغمان او سویل ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، خوست لوګر او غزني کې هم لیدل شوې ده.

Trending

Exit mobile version