تازه خبرونه

په کابل ښار کې درې چاودنو ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲, ۱۳۹۹)

د کابل امنیه قومندانۍ ویلي، چې  نن سهار ( د کب ۲) یوې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي، دوه یمې هغې دوه کسان وژلي او له درېیمې چاودنې هم دوه کسان وژل شوي دي.

لومړۍ چاودنه د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان په  سړک کې پر کرولا موټر رامنځته شوې، چې دوه کسان یې  ټپیان او روغتون ته ولېږدول شول.

د کابل پولیسو د څرګندنو له مهې ۱۵ دقیقې وروسته د څلورمې ناحیې د کارته پروان په سیمه کې د سهار پر اته بجو او پېنځلس دقیقو دوه یمه ماین چاودنه هم  پر کرولا موټر رامنځته شوې، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.

دغه راز کابل پولیسو څرګنده کړې؛ نن سهار ۱۰:۲۰ د درېیمې ناحیې د وحدت پله په اړوند سیمه کې د پولیسو پر رنجر د ماین چاودنه شوې؛ دوه کسان یې وژلي دي.

تر دې دمه هیچا د دغو چاودنو مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version