تازه خبرونه
په کابل ښار کې دوه چاودنو دوه کسان ټپیان کړل
(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۳۹۹)
د کابل پولیس وايي، چې نن سهار (یکشنبه د سلواغې ۱۹) په دوه چاودنو کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو ويلي، چې نن سهار د کابل د نهمې ناحیې د څلورم مکروریان په اړوند سیمه کې پر یوه هایلکس موټرد چاودنې له کبله دوه کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو زیاته کړې، چې دوه یمه چاودنه د کابل ښار د ۱۲ ناحیې په احمدشاه بابا مېنه کې رامنځته شوې؛ خو جزئیات یې روښانه شوي ندي.
تر دې دمه د دې چاودنو مسوولیت چا ندی منلی.
کابل ښاریان په دې وروستیو کې د نښلیدونکیو ماینونو له چاودنو ډېر اندېښمن دي او وایي، چې امنیتي اندېښنو یې کارو بار هم زیانمن کړی دی.