تازه خبرونه
په کابل ښار کې د اوبو د کمېدو ستونزه بې پلانه پاتې ده
په کابل کې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د اوبو کمي هم خلکو ته بېلابېلې اندېښې رامنځته کړي او هیڅ داسې پروګرام نشته، چې دا ستونزه ورسره ژر پای ومومي.
د کابل د هغو سیمو خلک، چې اوبه یې کمې دي وایي؛ اړ شوي، چې له نورو کورونو او جوماتونو د اړتیاوړ اوبه پوره کړي.
ډېري پدي اند دي، چې که اوبه ورکې شي؛ میلیونونه وګړي به د دې ښار پرېښودو ته اړ شي.
د اقلیم بدلون له همدا اوسه په کابل کې محسوسیږي؛ د ښار د اوبو کچه په ډېرو سیمو کې ټیټه شوې او په ځینو سیمو کې حتا سل مټره ژورې څاګانې هم وچې شوې دي.
چارواکي وایي، چې په کابل ښار کې یوازې نهه ویشت میلیون مټرمکعب اوبه شته. په داسې حال کې، چې د ښار د خلکو اړتیا سل میلیون مټرمکعب اوبو ته رسي.
کابل ښاروال وایي، چې په ټول هېواد کې د اوبو د کمي ستونزه شته؛ خو د خدمتونو رسولو له لارې هڅه کوي، چې د څښاک اوبه د کابل خلکو لپاره پوره کړي.
کابل ښاروال مولوي حمد الله نعماني وایي: د اوبو ستونزه یوازې افغانستان نلري، بلکې دا یوه نړیواله ستونزه ده او اوبه ټیټې شوې دي. مونږ له ستونزو ښه خبر یوو؛ څو ورځې مخکې مو پدې اړه له یو شمېر شرکتونو سره یوه ناسته لرله. دوی دمګړۍ خلکو ته د څښاک اوبه رسوي.
دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه د اوبو او برښنا وزارت سره یې هم ګډه ناسته تر سره کړې او پرېکړه شوې، چې د اوبو د تصفیې تاسیسات به د څښاک اوبو د ستونزې د حل لپاره فعاله شي.
خلک په کابل کې د څښاک اوبو بوتلونه پېري او یا یې په ډېرې سختۍ له نورو سیمو رالېږدوي.
د کابل اوسېدونکی محمد شېر وایي: زمونږ ستونزه د اوبو کمی دی، چې لاسرسی ورته ستونزمن او ډېر وخت پرې ضایع کیږي.
د کابل ښار څه باندې اویا سلنه برخه بې پلانه جوړه شوې، په داسې حال کې، چې د کابل ښار بڼه ډېره بدله شوې او ډېري کرنیزې ځمکې په کورونه شوي؛ خو د اوبو د ذخیرې لپاره هیڅ پروګرام نه تر سترګو کیږي.
