تازه خبرونه

په کابل ښار کې د توغندیو پر لګېدو درې کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۲, ۱۳۹۹)

د کورنیو چارو وزارت نن (شنبه د لیندۍ ۲۲) په ډاګه کړې، چې نن سهار د کابل ښار د لب جر له اړوند سیمې لس توغندي توغول شوي، چې په کې یو کس وژل شوی او دوه نور دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې لس راکټونه په کابل کې د سراچه موټره، چې په لب جر سیمه ځای پر ځای شوی و؛ توغول شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ ۳ توغندي د هوایي ډګر شاوخوا، ۵ د نهمې ناحیې اړوند هواشناسۍ، یو د همدې ناحیې د زن آباد او یو هم د ۱۵ ناحیې د خواجه رواش سیموته نږدې لګېدلي، چې یو کس په کې وژل شوی دوه نورټپيان دي.

د پیښې شاهدان وايي، چې نهه توغندي د یوه سراچه موټر څخه د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو توغول شوي دي.

 تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی؛ خو طالبانو ویلي، چې دا د کابل خطرناک ښودلو یوه هڅه ده.

اړوند چارواکو ویلي؛ د دغو توغندیزو بریدونو له کبله په حامد کرزي نړیوال هوایی ډګر کې دوه ګړې الوتنې هم وځنډولې؛ خو د هوایي ډګر په انګړ کې زیان ندی رامنځته شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه یوه میاشت کې پر کابل ښار دا دوه یم توغنديز برید دی؛ له دې مخکې د کابل ښار پر بلابېل برخې د توغندیو بریدونه شوي وه، چې په کې څو کسان ته مړګ و ژوبله اوښتې وه.

Trending

Exit mobile version