تازه خبرونه

په کابل ښار کې د حقاني شبکې درې غړي نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت د لوی ریاست منسوبینو په کابل ښار کې د حقاني شبکې درې غړي نیولي دي.

د ملي امنیت د لوی ریاست مطبوعاتي دفتر وایي؛موظفینو یې دغه کسان په ځانګړیو عملیاتو کې،چې غوښتل یې د کابل ګڼ میشتو سیمو کې ترهګریزې کړنې تر سره کړي،له اته چسپکي او جهتي ماینونو، یوې تومانچې، د ماین له سیستم سره له عیارو یوولس مبایلونو، د ماین له یوه ریموت کنترول او د چاودیدونکیو توکو له یوې ټولګې سره  نیولي دي.

سرچینه زیاتوي؛  مزمل، یاسر او عنایت الله نومو اعتراف کړی، چې د حقاني شبکې په امر یې کابل ښار کې د ترهګریزو کړنو د تر سره کولو نیت درلود.

Trending

Exit mobile version