تازه خبرونه

په کابل ښار کې د خپلواکۍ نمانځنې پر مهال توغول شويو توغندو ۱۰ کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان د خپلواکې د ۱۰۱ کالیزې پر مهال د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو لګیدلیو توغندیو لس کسان ټپیان کړي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن سهار ۹:۳۵  له دوه ګړندیو موترو د لومړۍ، دوه یمې، لسمې، شپاړسمې او نهمې حوزو پر لوري ۱۴ توغندي توغول شوي دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛  ډېریو توغول شویو توغندیو د استوګنې کورونه زیانمن کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت منلې، چې په دې بریدونو کې د څلورو ماشومانو او یوې میرمنې په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار د ۱۷ حوزې په اړوند سیمه کې د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول ي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په ټول هېواد کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو ۱۰۱ کلیزه نمانځل کیده.

دغه ورځ په ننګرهار کې د “شاه امان الله خان” پر زیارت ده ګلونو ګېدۍ پر کېښودلو ونمانځل شوه.

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د ۱۹۱۹ زېږدیز کال د اګست پر ۱۹ د افغان – انګلیس د تړون د لاسلیک په ویاړ هرکال نمانځل کیږي.

دغه تړون د افغانستان او انګلستان ترمنځ پوره بې پرې اړیکې خوندي کړې دي.

Trending

Exit mobile version