تازه خبرونه

په کابل ښار کې د ښوونکیو کاري اعتصاب شپږمې ورځنی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل ښار کې د ښوونکیو کاري اعتصاب شپږمې ورځنیته وغزول شو،  خو ولسمشر تر اوسه په دې برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېر کال د تلې په درویشتمه د ښوونکي د ورځ په ویاړ دا ډول فرمان ورکړ: د شپږ میاشتو په موده کې دې ښوونکیو ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړ شي.

اوس، چې ښوونکیو ته د ځمکو د وېش لپاره د ولسمشر له ضرب الاجل دوه میاشتې تېرې شوي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

په همدې لامل په کابل کې لسگونه ښوونځي تړل شوي؛ ځکه ښوونکي وایي، ولسمشر یوازې پخپلو ژمنو اتکا کړې ده.

د ولسي جرگې غړیبکتاش سیاوش هم نیوکه کوي، چې ولې د ولسمشر ژمنې نه دي عملي شوي.

د نوموړي په وینا؛ کیدای شي په پای کې ووایي، چې دا یو سوداگریز اعلان و، چې له ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست سره تړاو نه لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو اجرائیه ریاست وایي، دا د ولسمشر سره تړلې ژمنه ده.

معترضو ښوونکیو په خپلو کاري اعتصابونو کې د خپلو معاشونو د زیاتوالي، د کورونو لپاره د ځمکو د ورکړې، د ترفیع د مخنیوي د قانون د لغوه کیدو او د درسي ساعتونو د کمېدو غوښتنه وکړه.

خبریال: احمد فرشاد صالح.

Trending

Exit mobile version