تازه خبرونه
په کابل ښار کې د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل ښار کې د روان کال د وري په ۲۸ د یو ترهګریز برید مخه ونیول شوه.
خبرپاڼې په ډاګه کړې، چې د عبدالله زوی خالد نومی مشهور په سهیل له دوه کړۍ ماینونو سره یو ځای نیول شوی دی.
خبر پاڼه زیاتوي؛ نوموړی د حقاني شبکې فعال غړی دی، چې غوښتل یې په کابل ښار کې پر یو هوتل ترهګریز برید تر سره کړي، خو موخې ته له رسیدو مخکې وپېژندل شو او د یو ستر خونړي ناورین مخه ونیول شوه.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان او پېنځه نورو هېوادونو د رايې ورکولو حق لنډمهالی ځنډولی دی.
دې ټولنې په اوبپاڼه کې لیکلي، چې افغانستان دې ټولنې ته د کلني غړیتوب حقالعضویت له پامه غورځولی دی.
دا خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم تائید کړی دی.
دې ټولنې دا هم ویلي، چې د دې ټولنې د منشور د ۱۹ مادې له مخې: هر هغه غړي هېواد، چې د دوه کلونو یا له دې د ډېر وخت لپاره د غړیتوب حقالعضویت سپارلی نهوي؛ د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې پاتې کیږي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو لپاره د غړیتوب حقالعویت ندی ورکړې له همدې کبله د دې ټولنې پوروړی دی.
د ملګرو ملتونو د غړیتوب کلنی حق العضویت دوه میلیون ډالره دی.
د راپورونو له مخې؛ له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب کلنی حقالعضویت د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرې کاوه.
د ملګرو ملتونو په اوبپاڼه کې د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ افغانستان، اکواډور، کومورس، وینزویلا، سومالیا او ساو تومه هغه هېوادونه دي، چې له دوه کلونو پر تېرېدو یې هم د غړیتوب حقالعضویت ندی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ټولنې په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د افغانستان د لنډمهالي حکومت یا اسلامي امارت د نومول شوي استازي سهیل شاهین له منلو ډډه کړې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده کړې ده.
ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.
دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.
د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.
ملا برادر د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
سوداگري2 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه1 day ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day ago
د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل
-
تحول5 days ago
تحول: له نړۍ سره د افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښه کېدو هڅې
-
نړۍ1 day ago
په برازیل کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو شمېر ۱۴۳ کسانو ته پورته شو