تازه خبرونه

په کابل ښار کې له دوه چاودنو درې کسان وژل شوي

Published

on

د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې پنجشنبې پرماسخوتن د کابل ښار د کوټې سنګي  او دارالامان په اړوند سیمو کې د ملي اردو او شخصي موټرو د طالبانو په برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

دغه راز همهاله د دارالامان په درې لاري کې پر یوه شخصي کرولا د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې، چې یو ملکي وګړی یې وژلی او دوه نور ټپیان شوي.

پولیسو دا چاودنه هم تائيد کړې؛ خو د قربانيانو د هويت په اړه يې جزئيات ورنکړل.

دغه دوه پېښې د یو ساعت په دننه کې د ټولنیزو رسنیو وکاروونکیو تر منځ سخته اندېښنه راپورته کړې او د ناامنیو پړه یې پر امنیتي ادارو وراچولې ده.

د فیسبوک کاروونکیو پوښتلي، چې د دې مهال په ګڼه ګوڼه کې څنګه له چاودنې دوه کسان وژل کیدلی شي؟ خو پولیس نشي کولی د چاودنو د عاملینو مخنیوی وکړي.

دا چاودنې له هغې وروسته رامنځته کیږي، چې د اروپا د بشري حقونو سفیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر ملکي وګړیو د چاودنو غندنه وکړه.

دوی ویلي، چې د پام وړ تلفات د طالبانو او بېلابېلو تروریستي سازمانونو لخوا ملکي وګړیو ته اوښتي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د بشري حقونو د مدافعینو، قاضیانو، ژورنالیستانو، د رسنیو د کارمندانو او د مدني ټولنې د مخکښانو موخه ییزې وژنې د منلو وړ ندي.

دوی د حساب ورلونې او د ټولو بریدونو د بشپړې څېړنې او پلټنې غوښتنه وکړه او زیاتوي، چې ټول مجرمین باید محاکمه شي.

په کابل کې د موخه ییزو وژنو له زیاتوالي وروسته د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ هغه مجرمین، چې نیول شوي باید اعدام شي.

د بندیانو د اعدام په اړه د امرالله صالح څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو خبرداری ورکړی که د دوی بندیان اعدام شي؛ نو دوی به یې غچ واخلي.

د طالبانو ویاند ویلي؛ ټول طالب بندیان، چې د افغان حکومت د محکمو لخوا پر مرګ محکوم شوي؛ د خوشې شویو ۵۰۰۰ بندیانو پرته له نورو بندیانو سره بد چلند به د سولې بهیر ته زیان ورسوي.

Trending

Exit mobile version