تازه خبرونه
په کابل ښار کې د ترکي اتباعو پر کاروان چاودنه شوې
د کورنیو چارو وزارت معین ایوب سالنگي وایي:
نن سهار اته بجي یو ځانمرگي ایران سفارت او ولسمشرۍ ته نږدي د خپل سور رنگی کرولا موتر پر مټ د ترکي اتباعو پر موتر برید وکړ، چې په کې یو ترکي ووژل شو او یو بل ټپي دی.
د نوموړي په وینا؛ د دغه برید د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وایي:
که څه هم چاودنه ډېره ځواکمنه وه؛ خو یو ترکي او یو افغان وگړی، چې پلی روان و، وژل شوي دي.
له چاودنې وروسته امریکایان سیمې ته راورسیدل او افغان ځواکونه هم له خپلو نړیوالو همکارانو سره د پېښې د څرنگوالي په اړه خبر ورکوي؛ خو پوښتنه داده، چې ځانمرگی بریدگر څنگه ولسمشرۍ ته نږدې ورسید او په دغه دیپلوماتیکه سیمه کې یې چاودنه رامنځته کړه.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دوی موخه امریکایي ځواکونه ول.