تازه خبرونه

په کابل ښار کې ځانمرګي ۶ کسان وژلي او ګڼ نور ټپیان دي

Published

on

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلورلارې کې یوې امنیتي پوستې ته نږدې په ځانمرګي برید کې ۶ عام وګړي وژل شوي او د درې امنیتي ځواکونو په ګډون ګڼ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، نن د کابل ښار د دوه‌‌‌یمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۶ کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي.

عبدالنافع تکور وايي: مخکې له دې، چې ځانمرګى هدف ته ورسېږي؛ د امنيتي ځواکونو لخوا وپېژندل شو او له وژل کېدو وروسته يې چاودېدونکیو توکو چاودنه وکړه.

د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي، چې د پېښې له ځایه د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۲ ټپیان روغتون ته رالېږدول شوي، چې دوه  نورو یې پر لار ساه ورکړې ده.

تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version