تازه خبرونه

په کابل ښار کې چاودنې لږ تر لږه ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۱, ۱۴۰۰)

د یکشنبې پر ماسپښین د کابل ښار د یوه لوی جومات په دروازه کې چاودنه رامنځته شوه، چې له کبله یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ویلي؛ لومړنۍ څرګندونې ښيي، چې نن له غرمي وروسته د کابل ښار د عیدګاه جومات په دروازه کې د چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون هم پېښې وروسته په یوه ټویټ کې په ډاګه کړه، چې له نننۍ چاودنې څلور ټپیان روغتون ته ورلېږدول شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې لږ تر لږه ۱۰ کسان په چاودنه کې ووژل شول.

ناتائید شوي راپورونه ښیي، چې چاودنه د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور فاتحې د مراسمو پر مهال رامنځته شوې ده. د هغه مور څو ورځې مخکې مړه شوه وه.

تر دې دمه د دغه برید مسوولیت چا پرغاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version