تازه خبرونه
په کابل کې افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي، برښنا او اورګاډي پر پروژو خبرې وکړې
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف او ورسره مل پلاوي نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي امارت له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند سره وکتل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان-ترکمنستان پر اړیکو، اقتصادي همکاریو، ټرانزیت او ګډو پروژو خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې اړه ویلي: مونږ د دواړو هېوادونو تر منځ د ریل پټلۍ، ټاپي او نوري فایبر په ګډون د ګډو پروژو ملاتړ کوو. مونږ د ترکمنستان د حکومت هڅې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې ستایو او ملاتړ ترې کوو.
دغه راز هغه د ګډو بېخبنایي او پراختیایي پروژو دوام او تطبیق د دواړو هېوادونو د اقتصاد په ښه کولو کې ګټور وباله.
مولوي حنفي زیاته کړې، چې افغانستان غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ ملي پروژې ژر تر ژره پیل شي؛ ځکه، چې د دوی د پلي کېدو لپاره د ډاډمن امنیت په ګډون ټول اړین شرایط برابر شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروژو د تطبیق په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او دا یې د افغانستان او ترکمنستان د خلکو د هوساینې لپاره ګټوره وبلله.
دغه راز سرچینې زیاته کړې؛ ترکمن پلاوي پر خپلواک افغانستان ټینګار کړی او هيله من شول، چې نور هېوادونه هم بايد د اسلامي امارت په کورنیو چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت پر مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي پر مشرۍ یوه پلاوي له ترکمنستان څخه لیدنه کړې ده.
