تازه خبرونه

په کابل کې افغان او چینایي استازو د سیمي پر امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نه‌مداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.

Published

on

په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ د سیمې د وروستي امنیتي وضعیت په ځانګړي توګه د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېري په اړه بشپړ بحث تر سره شو.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان اسلامي امارت د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست د یادونې تر څنګ ټینګار وکړ، چې افغانستان د متقابل احترام، نه‌مداخلې او ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړې اړیکې غواړي.

دغه راز نوموړي څرګنده کړې، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هغه بنسټیز اصل دی، چې درناوی یې د سیمې د ثبات او باور جوړونې لپاره اړین دی او هر ډول اقدام، چې له دې اصل سره په ټکر کې وي؛ نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې زیانمنوي، بلکې د سیمې پر عمومي امنیت هم منفي اغېز کوي.

د چین ولسي جمهوریت سفیر د سیمې د روان وضعیت په اړه اندېښنه د اندېښنې څرګندونو تر څنګ ویلي، چې چین د سیمې ثبات د ټولوهېوادونو په ګټه بولي.

هغه هیله وښوده، چې اختلافات به د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې حل شي او ټینګار یې وکړ، چې ځینې بهرني عناصر د سیمې د ثبات او پرمختګ پر ضد هڅې کوي؛ خو د سیمې هېوادونه کولی شي د همغږۍ او همکارۍ له لارې دغه ډول منفي اغېزې شنډې کړي.

Trending

Exit mobile version