تازه خبرونه

په کابل کې افغان چارواکو د ایران له بهرنیو چارو مرستیال سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب تېره ورځ په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او سولې بهیر د پیاوړتیا په اړه بحث کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د خواف ـ هرات د اوسپنیزې کرښې د پرانستې په اړه هم خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي؛ د غونډې په بهیر کې عراقچي هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږد مهاله همکاریو یو هراړخیز سند به ډېر ژر وروستی او لاسلیک ته چمتو شي.

دغه راز عباس عراقچي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره هم لیدلي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر څرګنده کړې؛ د غونډې په جریان کې پر دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او سولې په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي؛ عباس عراقچي د افغانستان له حکومت، دیموکراسۍ او اساسي قانون سره د ایران د ملاتړ ژمنې تکرار کړې.

د ایران دغه لوړ پوړي چارواکي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی، چې اوړمه ورځ د دواړو هېوادونو تر منځ د خواف ـ هرات د اوسپنیزې کرښې پرانسته شوې ده.

Trending

Exit mobile version