تازه خبرونه

په کابل کې به د هوایي خونړي برید په تړاو هیڅوک مجازات نشي – پنټاګون

Published

on

د امریکا دفاع وزارت ویلي؛ د کابل ښار د بې پیلوټه الوتکې پر برید، چې په کې د ۷ ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول، هیڅ امریکايي سرتیري ځواب ورکوونکي  ندی او نه به مجازات شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په هغو څېړنو کې، چې د امریکا د هوایي ځواک لوی پلټونکي ترسره کړي راغلي، چې د روان کال د اګست د ۲۹ برید د تېروتنې له مخې ترسره شوی و.

د امریکا پوځ له دې مخکې دغه برید یوه “خواشینونکې تېروتنه” نومولې وه.

د پنټاګون ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي، چې لوړپوړيو قومندانانو لویډ آسټین ته د پېښې په اړه ځینې سپارښتنې کړي او نوموړي ویلي، چې هیڅ امریکايي سرتېری ځواب ورکوونکي ندی او نه به مجازات شي.

جان کربي د کابل له هوايي ډګره بهر له خونړۍ چاودنې وروسته د امریکايي ځواکونو لخوا د ګواښ لوړې کچې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې په یوه چاودنه کې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

نوموړي ویلي، چې په برید کې د وژل شویو ۱۰ افغانانو کورنیو ته د پیسو پر ورکولو او امریکا ته د دغې کورنۍ پر لېږدولو کار روان دی.

په قربانیانو کې یو یې د یوې مرستندویه موسسې کارکوونکی و او د امریکا دفاع وزارت اوس هم له دغې موسسې سره په دې اړه خبرې روانې ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version