تازه خبرونه

په کابل کې به د ۱۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت امنیتي کمرې ولګول شي – امرالله صالح

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۷, ۱۳۹۹)

 د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې کابل ښار به پر پرمختللې ټکنالوژۍ د امنیتی کمرو تر پوښښ لاندې راشي.

امرالله صالح وایي: غوره وګڼل شوه، چې کابل ښار باید د پخوا په پرتله ډېر خوندي او د امنیتي کمرو تر پوښښ لاندې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې په وروستي ځل په کابل ښار کې پر ۲۰۰۸ کال امنیتي کمرې ولګول شوې. اوس، چې ټکنالوژي پوره وده کړې او پرمختللې شوې؛ غوره ده، چې له پخوا ډېر خوندي او د امنیتي کمرو تر پوښښ لاندې ونیول شي

هغه زیاته کړې؛ دغه پراخ پروګرام، چې له  ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت لري، د پرېکنده ملاتړ ماموریت پر مرسته به بشپړ شي.

دی دا ټینګار هم کوي، ډګر د ترهګرو او غلو لپاره پراخیږي نه، بلکې نور هم کوچنی کیږي.

Trending

Exit mobile version