تازه خبرونه
په کابل کې توغندیزو بریدونو ۳۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د کورنیو چارو وزارت منلې، چې نن (شنبه د لیندۍ لومړۍ) د کابل ښار پر بېلابېلو برخو ۲۳ توغندي ولګېدل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې دغه توغندیز بریدونه نن سهار شاوخوا ۸:۴۰ د ۱۷ حوزې د تهیه مسکن او د څلورمې حوزې د ګل سرخ او د مارکیت څلور لارې تر منځ له اړوند سیمو څخه د دوه سوزکي موترو په کارولو پیل شوي.
ښاغلي آرین په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې: د دغه توغندي د کابل ښار د ۲، ۹، ۱۱،۱۰، ۱۵ او ۱۶ ناحیو پر اړوند سیمو توغول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دوه یمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پېنځه توغندي لګیدلي، چې یو کس ترې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
د ۱۱ حوزې په اړوند سیمه کې څلور توغندي ولګېدل، چې درې کسان یې وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ۱۶ حوزې په اړوند سیمه کې یو توغندی لګېدلی، چې یو کس یې وژلی او څلور نور ټپیان دي.
د ۱۰ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې اووه توغندي توغول شوي، چې درې کسان ترې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ۱۵ حوزې په اړوند سیمه کې درې توغندي لګېدلي، چې مرګ و ژوبله یې نلرله.
د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو توغندی لګېدلی، چې له کبله یې دوه کسان ټپیان شودي.
د آرین د څرګندونو له مخې؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو ۲۳ توغندیزو بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۱ نو ټپیان دي.