تازه خبرونه

په کابل کې تښتول شوې هندي میرمن ژغورل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

هندي چارواکو په ډاګه کړې، چې څه موده وړاندې په کابل کې تښتول شوې میرمن جوديت دي سوزا ژغورل شوې ده.

د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د شنبې پر سهار له خپلې تویتر پاڼې په ډاګه کړه؛ خوشاله یم، چې جودي دي سوزا وژغورل شوه. ما له جودي سره خبرې کړي؛ ټاکل شوې، چې نن ماښام دیلي ته راورسیږي.

دې میرمنې، چې په آغا خان بنسټ کې دنده لرله؛ څه نا څه یوه نیمه میاشت مخکې د کابل ښار له تایمنيو وتښتول شوه، خو تر دې دمه یې د تښتوونکیو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د هند بهرنیو چارو وزیرې په یوه ځانګړي پیام کې د هغې په خوشې کولو کې د افغان حکومت له همکارۍ مننه کړې ده.

د نوموړې د خوشې کیدو بشپړ جزئیات تر دې دمه په روښانه شوي نه دي، چې د پوځي عملیاتو په پایله کې او که د پیسو په ورکړه کې ژغورل شوې ده.

Trending

Exit mobile version